عامې روغتيا وزارت: ټولې مثبتې پېښې ۹۲۱۶ ته ورسېدې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۲ نوې  پېښې ثبت شوې دي



روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې (جمعه) د مالوماتو پر اساس ټول هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۹۲۱۶ ته ورسېدږ د وزارت مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۲ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری يې په کابل کې دي. 

تازه ۵۴۲ پېښو څخه؛ کابل کې  ۳۱۶ ، هرات کې۴۷، بلخ ۱۹، پکتیا ۵، ننګرهار۲۴، تخار ۲۴، بغلان ۲۳، غزني ۱۳، وردک ۳، لوګر۱، لغمان ۱۵، کندز۴، فراه ۱۵، پنجشېر۸، پروان ۱، کونړ ۱۸، دایکندي ۵ او نورستان کې هم ۲ پېښې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو اړوند تر اوسه ۲۰۵ کسان د کرونا ويروس له امله د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې مړه شوي او همدا ډول ۹۹۳ کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي. 
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ