
روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، د المپیک د نړیوالې کمیټې د مالوماتو اړوند دوی تر ۲۰۲۱ کال پوري صبر کوي ترڅو په نړيواله کچه کرونا ويروس کنټرول او جاپان کې المپيک لوبې تر سره شي.
د المپیک د نړیوالې کمیټې رئیس تامس بک وايي چې که چېرې تر ۲۰۲۱ هم کوېډ-۱۹ ويروس له منځه لاړ نه شي نو ښايي چې په جاپان کې المپيک لوبې لغوه اعلان شي.
د المپیک د نړیوالې کمیټې رئیس تامس بک ويلي چې جاپان نه شي کولی په زرګونه کسان د المپيک لوبو د تنظيم لپاره په دندو کې په انتظار وساتي نو غوره ده چې که چېرې کرونا همداسې دوام وکړي دغه لوبې لغوه اعلان کړو.
جاپان له تېر کال راهيسې د ۲۰۲۰ کال د المپيک لوبو د کوربتوب لپاره تياری او چمتوالی نېولی وو خو نړۍ کې د کرونا وژونکي ويروس له امله دغه لوبې په خپل ټاکل شوي وخت نه تر سره کيږي.