روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د کندز ولایت په چهاردره ولسوالي کې پر یو باب صحي کلینیک د هوایي بمباري له امله پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندیښنه څرګندوي او دغه بشری ضد جنایت په کلکو ټکو غندي.
پخوانی جمهور رئیس د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنه د افغانستان د حکومت او چارواکو له لومړنیو مسوولیتونو بولي او له حکومت څخه غواړي چې له نظامی عملیاتو لاس واخلي او دغه افغانستان ورانونکې جګړه پای ته ورسوي.
حامد کرزی همداراز په جګړه کې له دواړو ښکېلو غاړو غواړي چې په هېواد کې د پردو ګټو روانه جګړه ختمه او د خبرو او تفاهم له لارې په هېواد کې سولې د ټینګښت لپاره کوټلي او اغېزمن ګامونه اوچت کړي.
پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.
وروستي