خليلزاد: د تاوتريخوالي په کمولو ورسره وغږېدم؛ دوحه کې مې طالب او کابل کې مې د افغان حکومت مشرانو سره وکتل

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دوحې او کابل ته د افغان سولې او تاوتريخوالي د کمولو په موخه سفرونه کړي. 

خليلزاد وايي دوحه کې  يې له طالب استازو او کابل کې يې د افغان حکومت له مشرانو او چارواکو سره د تاوتريخوالي په کمولو او د بين الافغاني خبرو د پيلېدو په اړه خبرې - اترې کړې دي. 

نوموړي په ټوېتر ليکلي دي، "له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمیسیون له غړو سره مې درې رغنده غونډې درلودې. ټينګار مې وکړ چې د متحده ايالتونو- طالبانو توافقلیک کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل، او تدریجي اورکم چې تلپاتې اوربند ته وغځیږي، سره تړلي‌ دي.

  د تاوتریخوالي په اړه، ما طالبانو ته وویل چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواو لخوا لږ شي. د دې جګړې لګښتونو، بېګناه افغانان خورا ډیر او د اوږدې مودې لپاره کړولي دي.‌"

د يادونې ده چې بيا د طالبانو مشر تېره ورځ يو اختريز پيغام خپور کړ چې د اوربند، بين الافغاني خبرو او د تاوتريخوالي کموالو په اړه په کې څه نه وو ويل شوي.