ټرمپ: دا چې ډېر امريکايان په کرونا ويروس اخته شوي مونږ پرې وياړ کوو 

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله امريکا کې د کرونا ويروس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. ټرمپ وايي چې دا زمونږ لپاره د وړيا خبر ده. 

ولسمشر ټرمپ سپينه ماڼه کې خبريالانو ته ويلي دي، چې امريکا کې د کرونا ويروس د ډېرو پېښو ثبت په دې مانا دی، چې مونږ ښه معاينات او ټېسټونه  تر سره کړي دي. 

امريکا کې يو نيم مېلېون کسان په کرونا ويروس اخته شوي او همدا ډول تر اوسه ۹۰ زره امريکايان دغه ويروس وژلي دي. نوموړي خبريالانو ته يو څه په تونده لهجه ويلي دي، چې ډېرې پېښې په دې مانا دي چې زمونږ معاينات پرمختللي دي. 

متحدو ايالتو کې په کرونا ويروس  د ګڼ شمېر امريکايانو له ککړېدو وروسته ولسمشر ټرمپ د روغتيا په نړيوال سازمان مرستې بندې او ناکام يې معرفي کړ. همدا ډول امريکا چين تورنوي چې د ويروس په مخنيوي کې يې هڅې نه دې کړې.