سید عباس موسوي: غني او عبدالله عبدالله مونږ سره جوړ کړل 

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند سید عباس موسوي تېره ورځ رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، چې افغانستان کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سولې په هوکړه ليک کې د ايران حکومت رول ډېر مهم وو. 

سید عباس موسوي ويلي دي چې د ايران حکومت هڅې وکړې ترڅو په ګاونډ افغانستان د واک پر سر سياسي کړکېچ پای ته سره ورسيږي او ګډ - حکومت رامنځ ته شي. 

نوموړي ويلي، "افغانستان کې مو د ولسمشريزو ټاکنو بهير له نېږدې څارولو، مونږ هيله درلوده چې افغانستان کې يو ثبات لرونکی حکومت رامنځ ته شي."