تازه ۴۹۲ پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا د ککړو شمېر له اته زره واوښت 

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالوماتو اړوند؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بيلا بيلو ولايتونو کې د کرونا وژونکي ويروس ۴۹۲ نوې پېښې ثبت شوې دي. 

روغتيا وزارت ويلي دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس کسان کرونا ويروس له امله مړه شوي او همدا ډول ۸۰ کسان له درملنې وروسته جوړ شوي دي. تازه ۴۹۲ پېښې د هېواد ۱۶ ولايتونو کې ثبت شوي دي. 

افغانستان کې تر اوسه ۱۸۷ کرونا ويروس مړه کړي او همدا ډول ۹۳۰ کسان له درملنې وروسته جوړ شوي دي. روغتيا وزارت خبرداری ورکړی دی چې که چېرې خلک د روغتيا وزارت لارښوونې پلې نه کړي او کورونو کې پاتې نه شي نو د يو لوی بحران شونتيا شته ده.