روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، خوست او پروان ولايتونو کې د تراويحو پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله والو بريد کړی چې په پايله کې يې ۱۱ لمونځ کوونکي وژل شوي دي. کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې پروان کې وسله والو پر لمونځ کوونکو بريد کړی چې اته کسان يې وژلي او پنځه نور ټپيان دي.
همدا ډول تېره شپه د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې د تراویح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی. د خوست د والي وياند طالب منګل ويلي، چې د سې شنبه ماسخوتن ۹ بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې د تراویح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی.
افغان حکومت د خوست او پروان ولايتونو د بريدونو پړه او مسووليت د وسله والو طالبانو په غاړه اچولی خو طالبانو بيا د پروان بريد د حکومت کار بللی او امنيتي ځواکونه يې په کې ښکېل بللي دي. طالبانو د خوست بريد په اړه څه نه دي ويلي.
وروستي