د روسيې چاپ

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزير ووژل شو. د غورځنګ غړي وايي، د عارف وزير د ترور تر شا د پاکستان اردو او طالبان لاس لري. پښتانه سياستوال اسلام اباد په سياسي وژنو او حکومتي تروريزم تورنوي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي په وینا: د پي ټي ایم ۳۵ کلن مخکښ غړی عارف وزير تېر ماښام(د مې په لومړۍ) د وزيرستان په واڼه کې وروسته له روژه ماتي د تره له زوی سره پر لار پلی روان و، چې د ناپېژندو وسله والو د تورو ښیښو والا موټر له کمین سره مخ شو او سمدلاسه تر برید لاندې شو. عارف وزير درې ځایه د کلاشینکوف مرمۍ په غاړه، اوږو او سر وخوړې او کلک ټپي شو، خو ترهګر له سیمې بریالي وتښتېدل.
 
عارف وزیر د دېره اسماعیل خان روغتون ته یوړل شو خو د کلک ټپي کېدو له وجې د ښه علاج په موخه اسلام اباد ته واستول شو.
 
هغه پر سر د ټپونو له کبله ډېره وینه ضایع کړه او د مې په دویمه یې د اسلام اباد په یوه روغتون کې د عملیاتو پر مهال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
 
عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بل مخکښ غړي، مشهور سیاستوال او د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو د استازي علي وزیر د تره زوی و.
 
وزیر د پښتنو مشهوره کورنۍ ده، چې د کورنۍ ډېری غړي يې د ملي غورځنګ فعالین پاته شوي او له همدې کبله زیانمن شوي هم دي.
 
د عارف پلار او ورور هم تېر کال د ترهګرو لخوا ووژل شول. بریدګر کټ مټ لکه دا ځل په تېښته بریالي شول، خو دولت د بریدګرو د پلټنې لپاره کوم ځانګړی اقدام ونه کړ.
 
دا څرګند حقیقت دی، چې د عارف پلار او ورور قاتلین د پاکستان اردو ده. دا قراردادي بریدګر د(ښه طالبان) په نوم یادیږي او کنټرول يې د پاکستاني استخباراتو په لاس کې دی.
 
د عارف وزیر وژل کېدو د پښتنو سیاسي او ټولنیز مشران په پراخه پیمانه سخت خواشیني کړي. د ملي عوامي پارټۍ مشر د سیاسي مشرانو وژل غندلي. په دې وروستیو کې د ملي عوامي پارټۍ یو شمېر فعالین هم د قراردادي بریدګرو(ښه طالبان) د تروریستو حملو قرباني شوي دي. ملي عوامۍ پارټۍ له پښتون ژغورنې غورځنګ سره نږدې اړیکي لري.
 
په خیبر پښتونخوا ولایت کې د ملي عوامي پارټۍ عمومي منشي سردار حسین بابک په وینا، قراردادي وژونکي دا ډېر وخت کیږي، چې د (ښه طالبان) په نوم په وزیرستان، مردان، بونیر، سوات، دېره او د پاکستان په نورو پښتون مېشتو سیمو کې فعالیت کوي. تېره میاشت د عوامي پارټۍ یو مخکښ مشر د همدې قراردادي ترهګرو له لخوا ترور شو. 
 
حکومت له روان ناورین او بوږنوونکو پېښو ښه خبر دی؛ خو له بده مرغه د جرمونو د مخنیوي په موخه هېڅ کوم اقدام نه کوي.
 
حسین بابک وايي؛ د پښتنو پر ځمکه غټه لوبه روانه ده، په هره سیمه کې غیر مسوول وسله وال شته، چې قراردادي او هدفي وژنې ترسره کوي. دولت په دې سیمه کې سولې ته لېوالی نه دی او نه هم د تروریستي کړنو مخه نیسي. 
په حقیقت کې دولت ته زموږ د سیمو امنیت هېڅ ارزښت نلري او د دوی بېغوري ثابتوي چې دوی په ښکاره ډول ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان په پارلمان کې د خلکو استازي، محسین جاوید داوړ د خپل هملاري ملګري په اړه په خپل ټویټر لیکلي، عارف وزیر د دولت له لوري د (ښه طالبان) پرمټ ترور شوی او ژمنه يې کړې، چې د تروریزم د روزونکو پر وړاندې به خپلې مبارزې جاري ساتي.
 
نامتو پښتون سیاستوال، ملي شخصیت او ټولنیز فعال ډاکټر افراسیاب خټک په پاکستان کې د عارف وزیر وژنه ستر جنایت بولي. ډاکټر افراسیاب خټک وايي د عارف وژنه د هغې پروژې یوه برخه ده، چې د ډېورنډ کرښې دواړه خواوو پښتنو/افغانانو پر وړاندې پلان شوي ده. پر پښتنو تروریستي بریدونه به هېڅکله دوی چوپ نکړي!
 
دغه راز پېژندل شوې څېره سیاستواله او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي؛ د دولت تر ملاتړ لاندې ترهګرو نن یوځل بیا د پښتون وطن یو بل زړور اتل په دې دلیل شهید کړ، چې هغه تل د تروریزم او افراطیت پر خلاف د حق ناره پورته کوله.
 
ثنا اعجاز وایي: "هېڅکله د تروریزم ملاتړ کوونکي سیاستونه له خپلو فعالیتونو لاس نه اخلي"
 
اعجاز زیاتوي، د عارف وزیر وژنه ښیي، چې دولت یوځل بیا د پښتنو په وطن کې د خپلې وژونکي شطرنج لوبې ترسره کولو په حالت کې دی. موږ د خپلو خلکو د وینې تویولو او وژنو بل پړاو وینو.
 
د عارف وزیر وژنه په داسې حال کې پلان شوې ده، چې دمګړۍ د ټولې نړۍ توجه یوازې کرونا ویروس ته جلب شوې او نړۍ له کوید-۱۹ سره په مبارزه بوخته ده. خو په ورته وخت کې د پاکستان حکومت او د دوی روزل شوي ترهګر جنګیالي له همدې موقع په استفادې د پښتنو سیاسي مشران، فعالین او بې ګناه پښتانه وژني. نړۍ دا نه ویني، چې د هغوی تروریزم موږ ټول څنګه لمنځه وړي.
 
د روسيې د پښتون کلتوري او سوداګريز مرکز "پښتون" مشر، محمد نوید له "نېزاويسيمايا ګزېته" ورځپاڼې سره په مرکه کې د عارف وزیر د ترور په اړه وویل: "موږ دا وحشي جنایت په کلکو ټکو غندو، د دې ستر ناورین قاتلین باید پیدا او مجارات شي. دا ټولې ناخوالې چې پیښیږي د پښتون نسل وژنې پرته بل څه نه دي. موږ په خپله خاوره کې سوله او عدالت غواړو."
 
د محمد نوید په وینا، پاکستان په منظم ډول پښتانه اختطاف او وژني. دا حالت او دوام یې نور د زغملو نه دی. د دې پر ځای، چې د پښتنو په خاوره وګړي د خوندیتوب او امنیت احساس وکړي، د کار کولو زمینه ورته برابره شي. انساني او بشري حقوقو ته یې درناوی وشي. د پښتو ژبې او کلتور د ودې لپاره د پرمختګ زمینه رامنځته شي؛ خو دوی پښتانه وژني.
 
ورځپاڼه وايي، سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د عارف وزیر وژنه څو اړخونه لري، چې یو هدف يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرتابه کې شخړې رامینځته کول دي.
 
د یاد غورځنګ د جوړېدو دوه کاله شوي او لاهم د خورېدو په حال کې دی، چې د ځوانانو ترمنځ يې میلیوني پلویان موندلي دي. دا غورځنگ د پښتنو د بشري حقونو د تر لاسه کولو او ژغورلو هغه میلیونې لښکر دی، چې ورځ تر بلې په لروبر پښتنو کې يې د همدردۍ او همغږۍ شور رامنځته کړی. دا خوځنده لښکر، د پاکستان پوځ، لوړپوړو دولتي چارواکو او په ځانګړي توګه اسلام آباد ته لوی خطر دی.
 
څو میاشتې شوې، چې کرونا ویروس د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه او مظاهرې کم کړي او یاد غورځنګ د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې او د ګرځ بندیز له کبله خپلې ټولې غونډې او فعالیتونه تر نامالومې مودې ځنډولې. د کوید-۱۹ خطر به اخر پای مومي، هغه وخت به یو ځل بیا PTM د نورو ناخوښو ټولنیزو خوځښتونو په ملتیا د خپل حق د دفاع په خاطر قانوني فعالیتونو او مظاهرو ته مخه کړي او د پاکستان ښارونو او سړکونو ته به را ووځي.
 
د عارف وزیر وژنه او د پي ټي ايم نورو مشرانو او فعالینو ترور کېده هغه هڅې دي، چې له کرونا وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ سیاسي ډګر ته د ننوتو ښکاره مخنیوی دی.
 
د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو قومي خوځښتونو، سیاسي، قومي او مذهبي مشرانو په ناسته کې(د پښتون قوم جرګه) برخه اخیستې وه. په یاده جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د نسل وژنې د مخنیوي په موخه باید د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه، ټولنیز خوځښتونه او د پښتنو سیاسي سازمانونه لاس سره ورکړي او په یو ټغر دې را ټول شي.
 
ټاکل شوې وه چې د دې جرګې دویمه ناسته به د مارچ په میاشت کې ترسره شي خو د کوید-۱۹ ناروغۍ رامنځته کېدو او ګرځ بندیز لګېدو له کبله وځنډېده.
 
د جرګې یو تن غړی "نېزاويسيمايا ګزېته" ورځپاڼې ته ويلي، چې د جرګې ځنډول د هغې د نه ترسره کولو په مانا نه ده.
 
د پښتنو مشرانو د نوې جرګې بله عمومي ناسته به په څو میاشتو کې ترسره شي او دا به د سیاسي تګلارې لپاره ګډه ستراتیژي رامینځته کړي.
 
دا ښکاره خبره ده، چې د پاکستان نظامي او سیاسي جوړښت له دې ورځې وېره لري. 
 
نو ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او فعالینو ترور او د هغوي ترمنځ د شخړو رامنځته کولو هڅې پیل شوې دي.
 
د یادونې وړ ده، چې په اسلام اباد پورې اړوندو د رسنیو خبریالانو، د پاکستان استخبارات او طالبانو د عارف وزیر د قتل په اړه متضاد - ضد او نقیض راپورونه ورکړي.
 
په دې اړه د پاکستان د پنچاب ایالت د والي ادارې په ډېرې بېړې اعلان وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه مخکښ غړي حمله د افغانستان استخباراتو تنظیم کړې ده.
 
دا خبر پر دې دلیل بې اساسه دی، چې افغان حکومت تل د پاکستان مېشتو پښتنو له حقوقو او ګټو دفاع کړې او په سیمه کې د پښتنو سیاستوالو د یووالي ملاتړی دی.
 
په هرصورت د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر منظور پښتین وایي؛ نن په پنجاب کې د عارف وزیر د وژنې په موخه جلسه جوړیږي او په دې جلسه کې سیمه اییزې ادارې برخه نه لري.
 
د طالبانو رسنیز فعال احمد فیض په ټویټر کې هڅه کړې، چې د عارف وزیر د مرګ پړه د هغه د تره زوی، وکیل علي وزیر باندې واچوي. هغه تور پورې کړی، چې د وژل شوي پښتون مشر او د علي وزیر د میرمن سائرا نواب تر منځ غیرقانوني اړیکې وې.
 
سرچینې وايي، د کورنۍ شخړې موضوع د پاکستان د استخباراتو مشرانو کار دی، هغوی هڅه کړې په ټولنیزو شبکو او خواله رسنیو کې دا مسله خپره کړي.
 
د دې بې اساسه اوازې هدف څرګند دی. له دې کار د دوی موخه د پښتنو عامه افکارو په اخلاقي معیارونو لوبېدل، د علي وزیر په شاوخوا کې شخړې رامینځته کول (د علي وزیر او کورنۍ بدنامي) او په پای کې د PTM د مشرتابه ضعیفول دي.
 
بلاګر(د خواله رسنیو فعال) شاه زیب خان په ټولنیزو رسنیو کې داسې پوسټونه کړي، چې هڅه يې کړې د پاکستان فوځ بې پرې معرفي کړي. هغه د عارف وزیر د وژنې سبب د دوو قومونو(وزیر او دوتاڼي) ترمنځ ناخوالې او شخړې په ګوته کړې او د عارف په وژنه کې يې د طالبانو لاس لرل رد کړي.
 
دغه راز د پاکستان آرکسټرا استخباراتي بلاګرانو(د خواله رسنیو فعالین) هم په ټولنیزو رسنیو کې د عارف وزیر د ترور په اړه جعلي مالومات وړاندې کړل.
 
بختاور شاه، چې ځان "هېوادپال" بولي د PTM د مشر د وژنې تر څنګ په ورته وخت کې د بلوڅ خبریال ساجد حسین د مرګ خبره کوي. هغه په خوښۍ سره خپلو لوستونکو ته لیکي:
 
"سویډن ته تښتېدلی ساجد حسین د پاکستان پر وړاندې دروغ لیکل، په سویډن کې مړ وموندل شو. د دښمن د مندلو او سپېڅلې خاورې ته د استولو لړۍ په منظم ډول روانه ده. هر چېرې چې ولاړ شئ، مرګ به تاسې پیدا کړي". 
 
د پاکستان پوځ د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر مټ هر هغه څوک لمنځه وړي، چې د اسلام اباد د سیاسي کړنو خنډ شي. د عارف وزیر وژنه به ورستۍ قرباني نه وي. د نېزاويسيمايا ګزېته د کارپووهانو په اند، چې په دې برخه کې پوره معلومات لري؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه، د PTM فعالینو، عوامي پارټۍ او د پښتنونو د نورو سیاسي تحریکونو ژوند له خطر سره مخ دی. 
 
د یادونې وړ ده، چې نېزاويسيمايا ګزېته د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له لورې د پښتنو سیاستمدارانو د ترور کېدو په اړه لیکل کړي وو.
 
له بده مرغه د "واڼه" پېښې ته په کتو زموږ وړاندوینې په حقیقت بدلیږي.
ـــــــــــــــــــــــــ
د روسيې چاپ "نېزاويسيمايا ګزېته"
خبريال: اندرې سېرېنکه
ژباړه: اسدالله نوري
د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو پرمټ، پښتانه مشران ترور کوي
روسي متن:
http://www.ng.ru/world/2020-05-03/100_pakistan03052020.html?fbclid=IwAR3TruWjNN3Qoe-9bDx5nilzUxdgpuNASYWPJGH5JaK0kop2tedkQEwVlgA