 
        	    
                    
                                    
                    روهي (درې نۍ/۳۰ د غوايي)، د پاکستان پوځي په يوې اعلاميې کې منلې ده چې د سړک غاړې ماني چاودنې او ډزو له امله يې شپږ پوځيان په بلوڅستان ايالت کې وژل شوي دي. 
د پاکستاني پوځ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې ياده چاودنه کې د يو ولسي وګړي په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي  دي چې يو په کې افسر دی. 
پاکستان کې بېلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخېستی دی. له دې وړاندې هم  بېلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والود پاکستان پر پوځ او پوليسو بريدونه کړي وو. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								