نړۍ کې د کرونا ويروس د نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (درې نۍ/۳۰ د غوايي)، د نړۍ نېږدې په ۱۸۸ هېوادونو کې په کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د ککړو کسانو شمېر څلور مېلېونه، اته لکه، ۱۲۸۲ کسان ته ورسېد او تر اوسه ټوله نړۍ کې ۳۱۸۴۸۱ کسان دغه ويروس وژلي دي. يو مېلېون او اووه لکه کسان نړۍ کې له درملنې وروسته جوړ شوي دي. 

د تلفاتو لوړې شمېر د امريکا په متحدو ايالتو کې  دي، چې يو نيم مېلېون کسان پر ککړ او له ۹۰ زره ډېر يې مړه کړي دي. نېږدې درې لکه خلک په امريکا متحدو ايالتو کې درملنه شوي دي. 

افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته رسېدلی دی او تر اوسه ۱۷۲ کسان د دغه مرګوني ويروس له امله مړه شوي دي.