د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستيال همايون همايون طالب شو 

روهي (دوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د ولسي جرګې په تېرې دورې د خوست د خلکو استازي او د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون پر خپلې فېسبوک پاڼه ليکلي دي، چې له دې وروسته به د طالبانو د اسلامي تحريک ملاتړ کوي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، "زه د عبدالله او غنی په مقابل کی د همایون همایون څخه همایون (طالب) شوم. زه د امارت اسلامی څخه ملاتړ کوم."

نوموړي له دې وړاندې ګواښ کړی وو چې که چېرې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه شي نو دی به طالبانو سره يو ځای شي. "که چیرې عبدالله او غني جنرال دوستم ته مارشالي ورکړي!
بیا نو مستقیم د طالبانو څخه په سر او مال ملاتړ کوم، ځکه چې دا کار د سولې  لپاره خنډ جوړوي."

همايون همايون په ۲۰۱۴ ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړی او ورپسې په ۲۰۱۹ کې  د ثبات او همپالنې ټيم غړی شوی. نوموړی د ملي يووالي حکومت پر مهال د ولسمشر غني مخالف شو. 

همايون همايون د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له خوست نوماند وو خو ويې نه شول کولی چې پوره رايې تر لاسه  او ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.