روسیې د کروناویروس پر وړاندې واکسین جوړ کړ

روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، د کروناویروس ضد دغه واکسین  د روسیې د ایپیډیمولوژۍ او مایکروبیولوژۍ "ګامیلی" نومي تخقیقاتي مرکز جوړ کړی دی. د نوموړي مرګز کارپوهان په دې باور دي چې دغه واکسین به ډېر ژر تولید او د هېواد خلکو واکسین به د روان کال د اګست په میاشت کې پیل شي.
دغه خبره د نوموړي مرکز رییس الیکساندر گنزبرګ د روسيې یو کانال ته په خپله مرکه کې په ډاګه کړه. هغه وویل چې: "واکسین اوس مهال د کلینیکي ازموینې په مرحله کې دی ،چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي، چې په پایله کې به یې د نوموړي واکسین زهرجنتوب او نور معیارونه جوت شي او خلکو ته به واکسین پیل شي.
که هرڅه د پلان مطابق وي، زه فکر کوم چې د دوبي په پای کې به دغه واکسین رسمي ثبت شي او د اګست په میاشت کې واکسین پیل شي". 
نوموړي دا هم زیاته کړه چې اوس مهال د روسیې روغتیا وزارت په دې فکر کوي چې د واکسین د پلي کولو ټولې لارې چارې جوړې کړي.