د ايراني عسکرو له خوا سيند ته د غورځول شوي افغانانو راپور ولسمشر ته وړاندې شو

روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، ولسمشر محمد اشرف غني د هرات والي وحيد الله قتالي او د ايراني عسکرو له خوا سيند ته د غورځول شوي افغانانو د قضيې د پلټنې پلاوی سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. 

 د پلاوي مشر محمد حمید طهماسي، جمهوررئیس ته د موظف پلاوي د کړنو راپور ورکړ او وې ویل، پېښه او د هغې اړوند ټول اسناد، مدارک، شواهد، ویډیوګانې، عکسونه، د متضررینو اقرار له تخنیکي، مسلکي او حقوقي پلوه او همدارنګه د بین المللي اسنادو، کنوانسیونو، لایحو او پرېکړو له مخې ارزول شوي او ایراني لوري سره یې هم په دې اړه غونډې او بحثونه کړي او لا هم ادامه لري.

نوموړي د خپلو موندنو په اساس وویل، په یاده پېښه کې له ۴۶ شاملو کسانو څخه ۱۲ تنه شهیدان ، ۱۷ تنه ورک او ۱۷ کسان ژغورل شوي دي چې د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي دي. نوموړي وویل، د عالي مقام د حکم د لارښوونې په اساس به د خپلو موندنو او اجراتو راپور د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.

په اخير کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، هیله ده په هغو اساسي او اصولي اقداماتو سره چې تر لاس لاندې دي زموږ او ایران تر منځ د دغسې پېښو مخنیوی وشي او همدارنګه یې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د شهیدانو او متضررینو کورنیو ته لا ډېره رسیدګي وکړي.