تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۴۹ پېښې ثبت شوې او ۱۵ کسان يې  مړه کړي 

روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره په ټول هېواد په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمېر، ۶۴۰۲ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې په تېرې يوې شپې او ورځ کې ۱۵ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي  او همدا ډول ۳۲ کسان له درملنې وروسته جوړ شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح وايي چې افغانستان کې له يوې بيا بلې ورځې ته د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ډېريږي او اړينه ده چې خلک د عامې روغتیا وزارت لارښوونې جدي ونېسي.