 
        	    
                    
                                    
                    روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، ځيني رسنيو هغه سند تر لاسه کړی او رسنيز کړی، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې له خوا ولسمشر غني ته استول شوی او په حکومت کې د ثبات او همپالنې ډلې د شريکېدو غوښتنې په کې وړاندې شوي دي. 
د دغه سند په يوې برخې کې ډاکټر عبدالله عبدالله شرط اېښي چې د مصالحې عالي شورا مشري به کوي او دغه شورا به پنځه مرستيالان لري، چې پنځه واړه به يې د ثبات او همپالنې ټيم غړي وي. د مصالحې عالي شورا د نورو کارمندانو ټاکل او ګوښه کېدل هم د عبدالله عبدالله صلاحيت ښوودل شوی. 
د مصالحې  عالي شورا وراېخوا ډاکټر عبدالله عبدالله د دولت عالي شورا په نوم د يوې ادارې د جوړېدو هم ويلي دي. د دولت عالي شورا به د هېواد د سياسي څېرو څخه جوړه وي چې د سياسي اجماع په برخه کې به کار کوي. دغه شورا به ولسمشر ته سلا - مشورې ورکوي. 
د عبدالله عبدالله د اجرائيوي صلاحيتونو په اړه ويل شوي دي، چې د مصالحې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارمندانو ټاکل کېدل او ګوښه کول به د عبدالله عبدالله صلاحيتونه وي او همدا ډول به نوموړی حکومت کې تر ۱۱ وزارتونه او د واليانو په ټاکلو کې ۵۰ سلنه خپل کسان ولري. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								