نړۍ کې د کرونا ويروس د نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (نۍ/۲۷ د غوايي)، د وروستيو شمېرو پر بنسټ نړۍ کې تر اوسه څلور - نيم مېلېونه او ۳۸ زره کسان په کوېډ - ۱۹ ويروس اخته شوي او درې لکه ۷۴۸۶ زره نور ترې مړه شوي دي. يو نيم مېلېون ډېر کسان تر اوسه له درملنې وروسته جوړ شوي دي. 

د کوېډ-۱۹ پر اساس د ککړو کسانو او مړو تر ټولو لوړې شمېرې په امريکا متحدو ايالتو کې دي. کرونا ويروس امريکا کې ۱۴۴۲۸۱۹ کسان نېولي او ۸۷۵۳۰ يې مړه کړي دي. 

افغانستان کې هم تر پرون ورځې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۶۰۵۳ کسانو ته ورسېدې چې په تېرې يوې ورځ کې ۴۱۴ کسان په دې ويروس ککړ شوي وو.