
سړی سخت خوار کړي ځیني ځیني مرحلې د ژوندون
لنـــــډي تـــر تـا بــــه شـــي مرګیـه فاصــلې د ژوندون
زه یـــې پــــه وار وار یــم وژلــــی همـدې سختو لمبو
د جهنــــم لـه اور تـــودې چـــې دي لمبــې د ژوندون
وایـم چــــې نــور به ګرانــــه وکـــړو مخه ښه ورسره
تـا بانــدي ښـــې نـــه لګــي، تــه وهې نارې د ژوندون
ستــاسو خفګان نــــه شــــم زغمــلای ځکه خاندم درته
ما خــــو ونــه لېـدې شېــبې هیــــڅکله ښې د ژوندون
د سبــاوون پــه تــمه کــې بــه نــو "دانــشه" تــم شـه
یــو وخت بــه وځــي لــه لاســونــو زولنــې د ژوندو