د ايراني عسکرو له خوا سېند ته د غورځول شوي افغان کډوالو دوه نور جسدونه هم وموندل شول 

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د غوايي)، د ايراني عسکرو له خوا سيند ته د افغان کډوالو د پلټنې افغان پلاوي ويلي دي چې تازه يې د افغانستان او ايران پر ګډې پولې  دوه نور جسدونه هم موندلي دي. 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مالوماتو اړوند؛ ايراني عسکرو ۴۶ افغان کاګران سيند ته غورځولي، چې شل کسان ژغورل شوي، نهه مړه شوي او او اووه تر اوسه ورک دي. 

د افغانستان له خوا د دغه پېښې د پلټنې پلاوی مشر عبدالحمید طهماسي رسنيو ته ويلي دي چې دوه جسدونه پيدا شوي او ۱۵ نور اوس هم ورک دي. 

د يادې پېښې په اړه د هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت توند غبرګون ښوودلی او ياد کار يې جنايت بللی. بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره په دې اړه خبرې کړې او اريان د همکارۍ ډاډ ورکړی. 

د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د ايراني عسکرو له خوا سېند ته د افغان کډوالو غورځول غېر بشري عمل بللی او د پلټنو يې ويلي دي.