تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ پښې ثبت شوې؛ هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۵۲۲۶ ته ورسېد 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره په ټول افغانستان کې په کوېډ-۱۹ د ککړو کسانو شمېر ۵۲۲۶ کسانو ته ورسېد. 

تازه پېښې په بلخ، کندهار، کابل، تخار، ننګرهار، هرات، کونړ، پروان، بادغیس، جوزجان، بغلان، وردک، لوګر، دایکنډي، پنجشیر، فاریاب، زابل، کندز، نیمروز، فراه بامیان، هلمند، غور او‌ لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي. 

همدا ډول ۱۳۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۶۵۲ نور له درملنې وروسته جوړ شوي دي.