ټافل او ائيلټس ازموينو کې پنځه مهمې انګلېسي کلمې 

ټافل او ائيلټس ازموينې د کلمو يا لغاتو په برخه کې ځيني ځانګړې کلمې لري چې ډېر ځلې په کې کارول کيږي. دلته هغه لس مهمې او اساسي کلمې درته رااخلو چې ډېری وخت په دغه ازموينو کې استعماليږي. 

۱- estimate: اټکلول، تخمينول، ټاکل، فکر کول. په علمي او تر يو بريده په تجربي ډول سره فکر کول يا د يو څه اټکل کول. 
بېلګه: Police estimated that 10 people were killed. دلته پوليس د يو څه مالوماتو او شواهدو پر اساس د لسو کسانو د وژل کېدو اټکل، تخمين او فکر کوي. 

۲- identify: څرګندول، ښوودل، په ګوته کول او تشخيصول. show او point out د identify مترادفي کلمې دي. 
بېلګه: Scientists have identified numerous species. 

۳- interpret: شننه کول، تفسير کول، تشريح کول او ژباړل. دغه کلمه د تقرري ژباړې لپاره هم کارول کيږي خو په ټافل او ائيلټس کې يې تر ډېره مانا تفسير او شننه کول وي. 
بېلګه: His poems have been interpreted in many ways. 

۴- minimize: کمول، ټېټول، لاندې راوړل. 
بېلګه: They attempted to minimize their confusion. 

۵- occur: دغه کلمه د occurrence فعل دی چې د پېښېدو او اقع کېدو مانا لري. happen او take place د دغه ملمې مترادفې کلمې دي، خو ټافل او ائيلټس ازموينو کې د occur کارونه ډېره ده. 
بېلکه: This event occurred in 2001. يا دا چې This event happened in 2001
نور بيا...