سنګاپور کې روباټونه خلک ګڼې - ګوڼې ته نه پرېږدي

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، د سنګاپور حکومت په پارکونو او نورو تفريحي ځايونو کې روباټونو ته دنده سپارلې ده چې خلک وهڅوي ترڅو له ګڼې - ګوڼې ډډه وکړي او تر دوه متره واټن مراعات کړي. 

پورته انځور کې ژيړ او تور رنګ ارونکی روباټ چې سپات نوميږي مسووليت لري چې د پارک هرې خوا ته لاړ شي او که چېرې خلک سره نېږدې ناست او ولاړ وي وهڅوي چې ټولنيزه واټن ونېسي. 

دغه روباټ د عامه پوهاوي لپاره دغه جملې وايي، "راځئ چې په ګډه سېنګاپور په امن کې وساتو، د خپل ځان او نورو د ساتنې لپاره په مهربانۍ سره يو متر واټن منځ کې وساتئ."

د سنګاپور حکومتي مسوولين وايي چې پارکونو او نور د ګڼې - ګوڼې ځايونه کې يې په ازميښتي ډول د روباټونو له لارې د عامه پوهاوي او کرونا ويروس سره د مبارزې لړۍ پيل کړې ده؛ که چېرې پايله يې ښه وي نو لا به يې پراخه کړي.