۲۸۵ تازه پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا د ککړو شمېر ۴۶۸۷ ته ورسېد

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې د وروستيو شمېر پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې ۲۸۵ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي او په دې سره په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۴۶۸۷ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح نن کابل کې يوې خبري ناستې ته ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۱۶ نور رغېدلي دي. 

همدا ډول د کرونا ويروس له امله د ټولو مړو شمېر ۱۲۲ او د رغېدلو شمېر ۵۷۴ کسانو ته رسېدلی دی. کابل، کندهار او هرات په ترتيب سره درې هغه ولايتونه دي چې په کرونا ويروس د ککړو شمېر په لوړ دی.