خليلزاد له جنرال باجوه سره پر افغان سولې غږېدلی دی 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، د افغان روغې جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د خپل سفرونو په لړ کې له قطر او هند وروسته د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد ته تللی. 

کابل کې  د امريکا سفارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې خليلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره د افغان سولې په برخه کې د طالبانو پر هڅو، د افغانانو خپلمنځني خبرو او د تاوتريخوالي د کمولو برخه کې د پاکستان په ملاتړ خبرې کړي. 

خليلزاد له دې وړاندې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشرانو او هندوستان کې د ياد هېواد ملي امنيت سلاکار سره پر افغان سولې خبرې کړې وې.