طالبانو هرات کې د افغان حکومت ۲۸ بنديان خوشي کړل

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، قطر کې د طالبانو سياسي دفتر يو وياند سهيل شاهين پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي دي، چې هرات ولايت کې د افغان حکومت ۲۸ بنديان ازاد کړي دي. نوموړي ويلي  دي چې تر اوسه طالبانو ۱۴۸ د افغان حکومت بنديان ازاد کړي دي. 

افغان حکومت هم تازه ۶۸ طالب بنديان په پروان ولايت کې ازاد کړل چې په دې سره د افغان حکومت له خوا د ټولو ازاد شوي طالب بنديانو شمېر زرو کسانو ته ورسېد. 

د بنديانو خوشي کېدل سولې ته د رسېدو په پار د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د کړکېچ او بحث موضوع وه. تمه داسې وه چې حکومت به پنځه زره طالب بنديان او طالبان به زر د افغان حکومت بنديان خوشي کوي.