تازه ۲۱۵ پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳۷۷۸ ته ورسېد 

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې د کرونا ويروس ۲۱۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳۷۷۸ ته ورسېد. 

له نوې ثبت شوې پېښو يې ۵۷ په هرات، ۵۰ په  کابل، ۳۱ په بلخ، ۱۷ په  قندهار، ۱۱ په، ۹ په پکتیا او  ۸ پېښې په غور ولايت کې ثبت شوې دي.  

تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېيو تنو د کرونا ويروس له امله ژوند له لاسه ورکړی او د ټولو هغه کسانو شمېر چې د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي، ۱۰۹ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار رسنيو ته ويلي چې د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز معاينه شوې او پايله يې مثبت وه چې اوس مهال نوموړی په کورني قرنطين کې دی او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.