طالبانو د خوست امنيه قومندان (سيد احمد بابازي) د وژنې مسووليت په غاړه واخېست 

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، تېر بيګاه د خوست ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د افغان پوليسو پر يوې پوستې طالبانو بريد وکړ چې  د امنيه قومندان سيد احمد بابازي په مشرۍ يې ملاتړي ځواکونه د خوست له مرکز د مرستې لپاره ورغلل. 

هلته په سميه کې د امنيه قومندان په موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وکړه چې په پايله کې يې امنيه قومندان سيد احمد بابازی، د نوموړي يو سکرتر او څو پوليس ووژل شول. 

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر ليکلي دي چې ياد بريد دوی کړی او د خوست امنيه قومندان  د وژنې مسووليت يې په غاړه اخېستی دی.