د پاکستان لومړي وزیر:د راتلونکې شنبې له ورځې د کورونا وېروس ضد محدودیتونو نرمولو اعلان شوی

روهي(جمعه/۱۹ د غویي)، عمران خان  د قامي رابطه کومېتۍ تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې په دغه هیواد به کې د راتلونکې شنبې له ورځې په محدودیتونو کې نوره نرمي راولي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د راتلونکې شنبې له ورځې د کورونا وېروس ضد محدودیتونو نرمولو اعلان کړی،‌ خو د تعليمي ادارو د تړلو نېټه يې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې غځولې ده.
 
 
د نوموړي په خبره پاکستان ددې جوګه نه دی‌ چې په میاشتو میاشتو همدا محدودیتونه وغځوي. پاکستاني چارواکي وايي، دې هېواد کې د کورونا ویروس د نورې نړۍ پرتله په دومره چټکۍ نه خپرېږي، ځکه يې په محدودیتونو کې نرمي اعلان کړې.
 
تر دې دمه ۵۸۵ کسان له کروونا وېروس له امله مړه شوي دي او همدا راز له شپږ نیم زرو ډېر بېرته رغېدلي. د مړینو له پلوه خیبر پښتونخوا ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول پاکستان کې د کورونا ېروس ۱۵۰۰ نوې مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي، چې ورسره په دې هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۴۶۰۰ ته رسېدلی.