افغانستان ته د ایران ځانګړي استازي قطر کې طالب استازو سره خبرې کړي 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، افغانستان لپاره د ايران بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان قطر کې د طالبانو سياسي دفتر له يو شمېر مشرانو سره ټيلفوني خبرې کړي. 

د ايران بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې محمد ابراهیم طاهریان قطر کې د طالبانو سياسي دفتر مشرانو سره په دې ټيلفوني اړيکه کې د افغانستان د سولې پر مسالې خبرې - اترې کړي. 

دغه لوړپوړی ايراني ډپلماټ په داسې وخت کې له طالبانو سره اړيکه نېولې چې د ايراني عسکرو له خوا سيند ته د ځيني افغان کډوالو غورځولو موضوع افغانستان سخت په غوسه کړی او دې برخه کې يې له ايرانه سپيناوی غوښتی.