وبا د جګړو ملا ماتوي خو زمونږ جګړه ځانګړي ابعاد لري

له هغه وخت څخه چې د کرونا ویروس نړئ تر پوښښ لاندې راوستلې ده، حکومتونه د ساينسي او طبي الاتو په ليږد او د همدغه وبايي ويروس د خپريدا يا هم پروخت د اړينو معلوماتو د نه ورکولو په تړاو يو بل د پړ ګڼلو په هکله په لفظي شخړه کې نښتي دي. کارپوهان لاهم نه پوهيږي چې دغه تاوتریخوالي به د نظامي ټکر پايله ولري که څنګه او دا چې دغه وبا به د نړيوالو ترمنځ د جګړو د شونتيا کچه لوړه او که ښکته کړي.

جګړه له خطرونو او ګواښونو ډک تجارت ده چې په بالقوه توګه لوړ ځاني او مالي لګښتونه هم لري.
د جګړو د تاريخ پوهانو په آند جګړه د ټولو خواو ترمنځ يو مشترک تورئ لري چې مونږ ورته خوشباوري(د ګټلو باور) وايو. کله چې د جګړې دواړه يا ټولې خواوې د جګړې د ګټلو په هکله ځان باوري ګڼي، نو د خبرو له لارې د ستونځو د حل پر ځاى د توپک په ماشه باندې تکیه کوي او له همدغې لارې څخه د بريا په لټه کې وي.

متاسفانه چې سوله بيا په معکوسه توګه د جګړو اړخونو ته د ناهيلي او بدبيني پيغام ورکوي. هغوى مخکې له مخکي ذهناً تيارى نيسي چې د جګړې ختمول او د سولې په منلو سره به هغوى د معاملې له امله خپلې بنسټيزې موخې وبايلي. که يو اړخ په ناببره توګه د جګړې پر ليکه کې بريا ترلاسه کوي، نو د خبرو په مهال يې د غوښتنو کچه تر هغه زياته لوړيږي څومره چې مخالف اړخ ورته ذهني تيارى لري. ځينې نړيوال څيړونکي د کرونا ويروس د خپريدو له امله د امریکا او چین اوسنيو ناندريو ته هم په همدغه تناظر کې ګوري.

په داسې حال کې چې امریکا د دغې وبا له امله په کور د ننه له سختو ستونځو او نيوکو سره لاس او ګریوان ده، خو ځينې شنونکي فکر کوي چې کيداى شي چين له اوسني کرونايي صورت حال څخه د ګټې اخیستنې په موخه د لويديز په مقابل کې د وړاندې کيدو هڅه وکړي. مګر دغو څيړونکو هيره کړي ده چې کرونا ستر او ځواکمن هيوادونه تقریبا له توپير پرته ځپي. يو هم داسې نه ښکاري چې په نورو باندې د پام وړ برى ومومي. د اوسنئ کرونايي صورتحال تر ختمېدو او له هغه وروسته رامنځته کيدونکو شرايطو ته په کتو به ټول اړخونه د خپلو نظامي وړتياو او حتى د جګړه ايزو تياريو په کولو نه بلکې په جګړو باندې د تمرکز د کچې په کمولو فکر وکړي.

د جګړو د شنونکو په اند اوسنى کرونايي وبا به يقيناً په نظامي ډګر کې د پلان جوړونکو د باور کچه راښکته کوي او همدغه بې باوري او ناهیلې توب سولې ته فرصت ګڼل کېږي.

د کرونا له امله تحميلي سوله
په جګړه او وبايي رنځونو باندي د ترسره شوي سروى له مخې ثابته شوې ده چې منفي ذهنیت او ناهیلې توب سولې ته فرصت برابروي. پوهانو په دغه هکله په مکرره توګه داسې شواهد وړاندي کړي دي چې په جګړه ځپلو سيمو کې د وبا له امله څنګه ناورين رامنځته کيږې، ليکن په دغه تړاو ډير کم اسناد شته چې وبايي رنځونه دې د جګړو لامل شوئ وي او يا دې جګړه د وبايي ناورين په مهال نښتې وي.

هغه وبايي ناورين(انفلوينزا) چې په اروپا کې د 21 - 1919 کلونو کې د لمړئ نړيوالې جګړې په مهال خپره شوه، نور ځانګړي کورني او بهرني لاملونه يې درلودل.

وبايي ناورين ځکه جګړه ختموي چې جګړه د انسانانو په مټ پرمخ بيول کيږې او کله چې انسانان د وبا له ناورين سره مخ کيږي نو جګړه ايزه وړتيا يې اغيزمنه کيږي.

له دې ورهاخوا کرونايي وبا د هيوادونو اقتصادي سرچينې ځپي. هغه سرچينې چې د نظامي ځواک د پياوړتيا بنسټ ګڼل کېږي.

کوويد19 نړيواله وبا ده چې له توپير پرته ځواکمن او کمزوري يو شان ځپي. په عسکري برخه کې پياوړي او ځواکمن هيوادونه باید د خپل نظامي ځواک په هکله اندېښمن واوسي ځکه چې د هغوى اقتصاد سخته ضربه ويني او داسې اټکل کيږي چې د ناورين له ختمېدو وروسته به هم د هغوى اقتصادي سمبالښت زيات وخت ته اړتیا ولري. چين چې د کرونا ویروس خپريدا يې تقریبا قابو کړي او د اقتصادي بيا رغونې چارې يې پيل کړي دي خو ګمان کيږې بيا رغونه به يې کلونه وخت ونیسي.
 
دغه هېواد د 2020 زيږديز کال په لمړئ ربعه کې له تيرو څلورو لسیزو را پدیخوا تر ټولو بده اقتصادي وده درلوده. په اقتصادي برخه کې په چين پورې تړلي هيوادونه د چين لخوا د اړينو توکو په صادرولو باندې د بنديز په سبب د خپلو اړتیاو په پوره کولو کې د پاتې راتلو له امله وځپل شول.

که د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه واکسین تيار او په پراخه کچه مارکیټ ته وړاندې هم شي، هيوادونه به سترو پورونو د ادا کولو له دروند بار لاندي او همدغه اقتصادي زيانونه پوره کول به کلونه وخت واخلي. که واکسین تيار او مارکیټ ته وړاندې هم شي، نړئ د پيړئ تر ټولو بده وبا او تر ټولو بد اقتصادي رکود تجربه کوي چې خورا ژورې اغيزې به ولري.

ډير هيوادونه د دغې وبا د خپريدا د مخنیوي په وړاندې د اړينو ګامونو پورته کولو په مديريت کې پاتي راغلي دي. په راتلونکي کې به ولسونه د دغه ويروس په تړاو هغه مشران پړه وګڼي چې په دغه ناورين کې يې د خپلو ولسونو د خونديتوب او د هغوى د اقتصادي بد حالت په رغولو کې پاتې راغلي دي.

د وبايي ناورين په مهال د اړينو درملو او طبي سامان الاتو په صادراتو باندي بنديزونو ته په کتو به واردونکي حکومتونه او سوداګريز شرکتونه هڅه وکړي چې په راتلونکې کې په وارداتو باندي تکيه کمه او کورني امکانات په کار واچوي.

له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د هيوادونو ترمنځ نسبتاً په ټيټه کچه جګړو شتون درلوده. سابق شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو پوره څلور لسیزې د اتومي او درديزو وسلو تر رقابت پورې سړه جګړه وکړه خو کله هم پورتني دواړه هیوادونه نيغ په نيغه په جګړه کې ښکېل نه شول. اوس هم د زبرځواکونو ترمنځ له ناندريو ګواښونو او ګوتڅنډنو سره سره بيا هم داسې نه ښکاري چې د کرونا ویروس د خپريدا په شخړه کې پورتني هيوادونه عملا وسلو ته لاس واچوي ځکه هغوي پوهيږي چې مخامخ جګړه به ورته له کرونا څخه هم زيات زيان واړوي.

اوس راځم زمونږ په هیواد کې روانه جګړه د کرونا ويروس له ژور ګواښ سره سره جبري سولې ته لاره پرانیزي او که نه؟

ډير لرې نه ځم. د تيرو دوو لسيزو راپدیخوا په سلګونه زره افغانان د مرګونو خپڅکو لاندي کړل. داسې فاميل به ډير کم وي چې د جګړو له امله مسقیم او يا هم غير مستقيم د غم پر ټغر نه وي کېناستلى.

که په هيواد کې له دوو لسیزو راهیسې د روانې جګړې په ناخوالو باندې ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې دلته څه ډول لوبه پرديو ځواکمنو هېوادونو روانه کړې ده چې زیانونه يې مونږ خو ګټې يې ټولې پردي وړي.

په دې کې شک نه شته چې د امریکا په مشرئ ايتلاف دلته خپلې موخې او ستراتېژیک اهداف لري او د هغو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د جګړو د ختمولو اراده نه لري، خو بل‌خوا داهم روښانه ده چې په جګړه کې په نيابتي شکل ښکیلې نورې خواوې هم لاس تر زنې نه دي ناست.

زه باور لرم چې د حکومت او طالبانو ترمنځ داسې اساسي ستونځه په دومره لويه کچه نشته چې د خبرو له لارې د حل لاره ونلري، خو بيا هم له تيرو دوو لسیزو راهیسې سره وژني. کله مو غور کړئ ده چې دغه دوه ډلې ولې سره وژني؟

ايا دا پلمه بسنه کوي چې حکومت د دامريکا لخوا تمويليږي او د امریکا د ګټو لپاره جګړه کوي او طالبان د پاکستان لخوا تمویل تجهيز او د پاکستان د ګټو لپاره جنګيږي نو ځکه عسکر ته د طالب وژل او طالب ته د عسکر وژل اړين دي؟

هغه څه چې زمونږ جګړو ته ځانګړتيا وربښي او له نورو جګړو څخه يې بيلوي د دغې جګړې عقيدوي او حماسي اړخونه دي. طالب دغه جګړه مقدسه فريضه او حکومت يې له هيواد څخه مقدسه دفاع ګڼي. نه پوهېږم چې په کور د ننه او په نړيواله کچه د بين الافغاني مذاکراتو او سولې لپاره د اجماع له شتون سره سره به پورتني عقيدوي او حماسي انګيرنې به څومره په واقعيتونو باندې ولاړې وي، خو کله چې که د جګړو ستراتيژيک ژوروالي او استخباراتي اړخ ته ځير شو نو پوهيږو چې روانه بين الافغاني جګړه نه زمونږ جګړه ده او نه هم زمونږ د هېواد ګټې پکې نغښتي دي. دا یوه سیمه ايزه او نړيواله جګړه ده چې د ښکيلو هېوادونو د ستراتېژیکو موخو لپاره افغانان پکې قرباني ورکوي. امریکا او ګاونډي هېوادونه خپلې ګټې د افغانانو ترمنځ په جګړه کې لټوي او مونږ د سولې لپاره د افغانانو پرځای د پرديو دروازې ټکوو.

کله چې جګړو ته عقيدوي او حماسي بڼه ورکړل شي، نو له مرګ څخه ويره ختميږي او د جګړې پلان شوئ تاکتيکونه د محاسبې وړ نه وي. په دغه شان صورت حال کې اټکل کولاى شو چې سوله ممکن ډير وخت واخلي، ځکه چې حکومت فکر کوي چې د جګړې د ختمولو لپاره يې ښه لابي کړې، طالبان يې د سولې له خبرو سره د حساسيت او ويرې له امله په کور د ننه او بهر له انزوا سره مخ کړي دي. طالبان د خوشباوري ښکار دي. فکر کوي چې امریکا له افغانستان څخه پښې سپکوي، په جګړه کې د هغوى تله درنه ده. جنګ ته دوام ورکول د هغوى بريا تضمینوي او سوله ورته زيان رسوي.