عامې روغتيا وزارت سره د دوه مېلېونه ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، قطر کې يو خيريه بنسټ او همدا ډول په چين کې د افغان سوداګرو له خوا کرونا ويروس سره د مبارزې په پار د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته د دوه مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت طبي وسايل په اخيتار کې ورکړل شول. 

د الغرافه په نوم د قطر هېواد يو خيريه بنسټ د يو مېلېون امريکايي ډاالرو کېټونه، ماسکونه، عينک، لاس پاغو او نورو طبي وسايل د هېواد عامې روغتيا وزارت ته وسپارل. 

له دې وراېخوا، الغرافه بنسټ ژمنه کړي چې په فراه ولايت کې به يو پرمختللی روغتون جوړ او تر ۴۰۰۰ کورنيو سره به د خوراکي توکو مرسته هم وکړي. 

په چين کې افغان سوداګرو هم د يو مېلېون ډالرو په بيه بيلا بيل طبي وسايل اخېستي او د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته يې لېږلي دي. عامې روغتيا وزارت کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د دغه مرسته او وسايل اړين بللي او له اړونده ادارو يې مننه کړي.