کرزی: افغانستان کې روانه جګړه د پرديو په ګټه ده 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د روژې مبارکې مياشتې او کرونا ويروس سره د مبارزې پر مهال هېواد کې د جګړې پر ډېرېدو خواشيني ښوودلې او دغه جګړه يې د پرديو د ګټو جګړه بللې ده. 

د حامد کرزي دفتر په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې د جګړې شدت د افغان ولس او سولې د هيلو پر وړاندې عمل دی چې قرباني يې افغانان او ګټه اخېستونکي يې نور دي. 

نوموړې د جګړې له ښکېلو غاړو (افغان حکومت او وسله والو طالبانو) غوښتي دي چې افغان وژنه او ورور وژنه دې بس کړې د يوې تل پاتې سولې لپاره دې لاس په کار شي.