نړيواله ټولنه بايد پرې چوپا پاتې نشي

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، تېره ورځ د هرات ولايت مقام مخې ته يو شمېر اعتراض کوونکو او لاريون والو د ايراني عسکرو هغه کړه - وړه په کلکه غاندلي چې يو شمېر افغان کډوال يې سيند ته غورځولي او مړه شوي دي. 

لاريون کوونکو له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ايراني پوځيانو د دغه جنايت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د بشري حقونو دغه ستر تاوتريخوالی په جدي ډول سره وپلټي. 

دغه مدني فعالانو او لاريون کوونکو د ايران له حکومت هم غوښتي چې که چېرې د دغه جنايت تر شا يې څرګند لاس شتون نه لري، نو بايد چې تر سره کوونکو ته يې سخته سزا ورکړل شي. 

د هرات له وګړو نېولي بيا  چارواکي او مسوولين هم د ايراني عسکرو دغه چلند په غوسه کړي دي. په ورته وخت کې د هېواد بهرنيو چارو نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر د ايراني عسکرو دغه کار جنايت بللی او له ايران يې د سپيناوي غوښتنه کړي.