بهرنیو چارو وزیر : ایټالیه به په 2011 ز کې دخپلوسرتېرو دویستلو لړۍ پیل کړي



دایتالیې دبهرنیو چارو وزیر فرانکو فراتیني دروان کال په پای کې دخپل هېواد هوډ څرګند کړ ،چې موږ به له افغانستانه نور په تدریجي توګه وځو ، خو یو شمېر نظامي کارپوهان او ښوونکي به دلته پاتې وي ،چې له ملي اردو سره دروزنې په برخه کې مرسته وکړي .
دبهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې دخپل هېواد له ماموریته خوښ ښکاري او زیاتوي ایتالوي ملکي او نظامي مامورین خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړې دي او په افغانستان کې ېې پانګه اچونې ته لار هواره کړې ده لکه دمرمرو دجوړونې کارخاني اودزعفرانو کښت ته وده ورکول .
وزیر وايي : موږ په افغانستان کې دخپلووینو پر وسیله لوړ قیمت اداء کړې دی ، خو ننی افغانستان له پروني هغه توپیر لري موږ ته په کار ده ،چې دافغانانو زړونه راخپل کړو خو په دې چاره کې لاسبري نه شو .
اوسمهال په افغانستان کې 4000 ایتالوي سرتېري مېشت دی ،چې ډیری ېې په هرات کې دي وزیر وايي : له افغانستانه به زموږ د وتلو لړۍ د 2011 ز سره پیل او په 2013 ز کې به پای ته ورسیږي .