د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز وایي : هیڅ څوک باید د افغان رسنیو پرمختګ ونه ګواښي

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، د یوناما مشرۍ میرمن دیبرا لاینز د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دغو پرمختګ ته په کتنې ویلي چې هیچا ته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دغه مهم پرمختګ وګواښي.
 
د مې درییمه په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.د یوناما مشرې همدارنګه زیاته کړې چې یو بل ته سپکې سپورې او نفرت اچونې بیانونه باید د بیان ازادي ونه کڼل شي.
 
میرمن دیبرا لاینز له رسنیو غوښتي چې باید د نفرت اچونې بیانونو په وړاندې ودریږي.همداشان میرمن دیبرا لاینز په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا څخه رسنیو ته پېښو ګواښونو یادونه کړې او ویلي دي چې باید ټول په ګډه د دغې وبا څخه زیږیدلو ستونزو ته د حل موندلو په لټه کې شي.
 
د سږ کال د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د بې پرې او له ویرې پرته ژورنالیزم - د خپلواک ژورنالیزم د ساتنې یوه غوښتنه ده تر شعار لاندې لمانځل کیږي.