
روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د وياند وحيد مايار نن کابل کې يوې خبري ناستې ته ويلي دي، چې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۲۴۹۶ تنو ته ورسېد.
وحيد مايار ويلي چې د ۲۴۹ روغتيايي کارکوونکي هم په دې ويروس ککړ شوي دي. د طلوع نيوز، مبي ګروپ او يو شمېر نورو رسنيو تر ۱۵ خبريالان هم د کرونا ويروس ټېسټ شوی چې پايلې يې مثبتې وې.
له بلې خوا، د جان هاپکنز پوهنتون د وروستيو شمېرو په اساس نړۍ په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳ مېلېونه او نېږدې درم لکو ته رسېدلی دی، چې له درملنې وروسته ۱۰۵۳۲۴۹ کسان رغېددلي هم دي.