تاجکستان ترې پاتې خو هلته هم لاړه؛ تاجک چارواکو د کرونا ويروس ۱۵ لومړۍ مثبتې پېښې تائيد کړې 

روهي (جمعه/۱۲ د غوايي)، تر تېرې اوونۍ تاجکستان کې هېڅ د کرونا ويروس شکمنه او يا هم مثبته پېښه نه وه ثبت شوې، خو تېره ورځ د تاجکستان روغتيا وزارت په دغه هېواد کې د ۱۵ مثبتو پېښو خبر ورکړ. 

د تاجکستان حکومت د کرونا ويروس پر وړاندې تياری نېولی وو او ولسمشر يې له بزګرانو غوښتي وو چې سږ کال روژه دې نه نيسي او پر ځای دې کروندو کې کار وکړي. 

د يادونې ده چې په نړيواله کچه کرونا ويروس له درې مېلېونه ډېر کسان وژلي دي چې تر ټولو ډېر يې په امريکا متحدو ايالتو کې دي.