د امریکا یو شمیر ایالتونو په کار و بارونو د لګیدلو محدودیتونو د کمیدو اقدامات شوي

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، د امریکا جورجیا ایالت کې د ورزش کلپونو، د سلماني دوکانونو او رستورانتونو د خاصو تدابیرو په نیولو سره فعالیت پیل کړی دی. خو په جورجیا کې د ویروس د خپریدلو کچه اوس هم د لوړیدو په حال کې ده. د صحت یو شمیر کارپوهان خبرداری ورکوي د هغو فشارونو د کمیدو هڅه چې د اقتصاد د بندیدو له امله رامنځ ته شوي، د وژونکي ویروس د خپریدو خطررامنځ ته کوي.
 
که څه هم په ټوله امریکا کې خلکو کارونو ته د بیرته ستنیدو مظاهرې وکړې خو تر اوسه هم نظر پوښتنې ښيي چې خلک د ویروس د مخنیوي په خاطر پر کار و بارونو او لویو غونډو د محدودیتونو د پاتې کیدو پلوي کوي.
 
په یو شمیر نورو ایالتونو کې هم مشخصو کارو بارونو ته د پرانیستلو اجازه شوې، ځکه د ویروس د خپریدو له امله خلک وزګار شوي او د حکومت د بیکارۍ مرستې دومره ندي چې خلک وکړای شي د کورونو کرایه ورکړي او خواړه واخلي.
 
د نیویارک والي انډرو کومو چې ایالت یې د ویروس له امله تر ټولو ډیر ځپل شوی ویلي دي چې د ناروغیو د کنټرول مرکز د لارښونو پر اساس به د بیرته پرانیستلو مرحله يي پلان جوړ کړي.