د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس او د واکمن تحریک انصاف ګوند مهم مشر اسد قیصر اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس معاینې پایله یې مثبته راختلې ده

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس او د واکمن تحریک انصاف ګوند مهم مشر اسد قیصر اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس معاینې پایله یې مثبته راختلې ده. ښاغلي قیصر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ځان یې په کور کې قرنطین کړی دی.
 
 
نوموړي پر خپل لنډ پیغام کې نورو کسانو ته د احتیاط کولو سپارښتنه کړې او له خلکو یې غوښتي چې ده ته دعا وکړي.ویل کېږي چې اسد قیصر د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو، عمران خان پخپله هم تېره میاشت د کورونا وېروس معاینه کړې وه او پایله یې منفي راختلې وه.
 
په نوره نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو تایید شوی شمېر درې میلیونه دوه سوه زره کسانو ته رسېدلی او د همدې ناروغۍ له کبله د مړو ۲۲۷ زرو تنو ته رسېدلی دی.
 
په پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۶ نیم زرو ته رسېدلی دی او تر دې دمه ۳۶۱ کسان د دې وېروس له کبله مړه شوي دي.