له عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې غوښتنه 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، تېره ورځ کابل کې د اروپايي ټولنې سفير پيير مايودين په شمول د دغه  ټولنې يو شمېر غړو هېوادونو سفيرانو له پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټيلفوني خبرې کړي. 

کابل کې د المان، فرانسې، هسپانيې، فينلنډ، هالنډ، سويدڼ، ناروي او چک جمهوريت سفيرانو له پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله  غوښتي دي چې په د حساس وضعيت کې سياسي کړکېچ پای ته ورسوي. 

عبدالله عبدالله هم له يادو هېوادونو سفيرانو سره د ټيلفوني خبرو پخلی کړی او ويلي دي چې د ټاکنو پر سر د راپورته شوي کړکېچ، سولې او کرونا ويروس په اړه خبرې - اترې کړي.