وحيد عمر څارنوالۍ ته معرفي شو 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د يو شمېر رسنيو د راپورونو پر اساس ويلي شوي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او کرونا ويروس سره د مبارزې کمېټې مسوول وحيد عمر لويې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی. 

ويل کيږي چې د مشرانو جرګې په غوښتنه وحيد عمر د کرونا ويروس له اغېزمنو شوي کسانو سره د شوې مرستو او پيسو د سپناوي په پار څارنوالۍ ته معرفي شوی. 

وحيد عمر د ولسمشر د سلاکارۍ ترڅنګ هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د ځانګړې کميتې مسووليت هم واخېست. هغه په ازميښتي ډول کابليانو ته څلور نيم - څلور نيم کيلو غم ووېشل چې له سختو منفي غبرګونونه سره مخ شول. 

وحيد عمر ولسي جرګې ته د مالوماتو پر وخت ويلي وو چې دا يوه ازميښتي پروژه وه او له دې وروسته به يې بڼه بدله شي. څارنوالۍ ته د وحيد عمر د معرفي کېدو په اړه تر اوسه کومې رسمي سرچينې تائيد نه دی کړی.