د هند بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی (رشي کپور) ومړ 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د هندوستان بالېوډ سېنما مشهور فلمي ستوری رشي کپور نن ورځ د ۶۷ کالونو په عمر د سرطان او تنفسي ناروغۍ له امله ومړ. 

نوموړی په ۱۹۵۲ کال کې زېږدلی وو او د مړينې پر مهال يې عمر ۶۷ کاله ته رسېدو. رشي کپور له تېر څه وخت  د هډوکي سرطان درلود. 

رشي کپور په يوې هنري او فلمي کورنۍ کې زږېدلی وو او دی يوازې د درېيو کالونو وو چې په ځيني فلمونو کې يې د ماشوم په رول را څرګند شو. نوموړي د بالېوډ سېنما په لسګونه فلمونه کې کار کړی.