احمد ضيا مسعود: طالبانو سره د مبارزې لپاره د قدرت وېش او د لومړي وزير (صدر اعظم) مقام بايد رامنځ ته شي 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د جمعيت ګوند مرستيال او د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود ورور احمد ضيا مسعود وايي چې د سياسي مشروعيت څخه بې برخې حکومت له امله هېواد کې د طالبانو بريدونه زيات شوي او جګړې زور اخېستی دی. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د يو کس (چې اشاره يې ولسمشر غني ته ده)  لپاره بايد ټول هېواد په بحران کې وانه چول شي او دغه نامشروع حکومت ولس په يوې بل بحران کې اچول دی. 

احمد ضيا مسعود د مصالحې عالي شورا په اړه ويلي دي چې حکومت په دې کار سره هڅه کوي چې سياسي ګوندونه له صحنې لېرې  او د مصالحې شورا په نوم يو جوړښت کې يې بند کړي. 

احمد ضيا مسعود وايي چې په داسې وخت کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او طالبانو سره د سولې خبرې کيږي، نو د هېواد سياسي څېرې بايد په اجرائيوي ځواک کې شريکې شي، قدرت په مساوي ډول ووېشل شي، د لومړي وزير څوکي رامنځ ترڅو د طالبانو پر وړاندې ولس يو او منسجم کړی شو.