روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، ټاکل شوې ده چې نن ورځ به کابل ښار کې د ډوډۍ پخلنځيو يا نانواييو لارې مستحقینو، بې وزله او اړو کسانو ته د ډوډۍ وېشل پيل شي.
په دې اوه د ولسمشر غني به پيغام کې ويل شوي دي، "دغه وسیع برنامه سر له نن له کابل څخه پیلېږي او په پام کې ده چې د همدې اونۍ تر پایه پورې هرات، مزارشریف، کندهار، کندز او جلال اباد ښارونو کې هم پیل شي او ورپسې به ډېر ژر ټول ولایتونه له دغو مرستو څخه مستفید او برخمن شي.
له علمای کرامو، ښاروالانو، ګذر وکیلانو، قومي مشرانو، مدني بنسټونو او بانفوذه شخصیتونو څخه غواړو چې د اړمنو او بې وزلو د لېست برابرولو او مستحقینو ته د ډوډۍ په وېش کې له دولت سره همکاري وکړی او بې وزلان ترې برخمن شي."
له دې وړاندې افغان حکومت د کرونا ويروس پر مهال قرنطين کسانو ته چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه وو څلور نيم - څلورنيم کيلو غنم ويشلي وو، چې له نيوکو سره مخ شول.
وروستي