ټېلېګرام پر يوې نوي غوراوي (Option) کار کوي 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، نړۍ کې د کرونا ويروس يا کوېډ - ۱۹ په خپرېدو سره خلکو انټرنېټ او د انټرنېټ پر مټ مختلفو کاريالونو يا آپلېکېشونونو ته ډېره مخه کړې ده او خپلې سوداګريزې او کورنۍ چارې پرې سمبالوي. 

ان لاين زده کړي، د دندې اړوند ويډيويي کنفرانسونه او تر يو بريد ساتيری هغه څه دي چې اوس ورځو کې په انټرنېټ کې د کاريالونو د کارونکو شمېر يې ډېر کړی دی. 

د پيغام يا مېسېج آپلېکېشن ټلېګرام په دغه آپ کې د ډليز ويډيويي غوراوي يا option د رامنځ ته کولو چارې پيل کړي دي. له ټېلېکرام وړاندې ګوګل د زوم په نوم يو آپلېکېشن د ويډيويي کنفرانسونو لپاره جوړ او توغولی وو.