 
        	    
                    
                                    
                    روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، نن د غوايي اتمه نېټه ده چې  د افغانستان د اسلامي انقلاب يا د مجاهدينو د بريا ورځې سمون خوري. له نن ۲۸ کاله وړاندې په افغانستان کې د شهيد ډاکټر نجيب الله حکومت پای ته ورسېد او واک يې د مجاهدينو په نوم وسله والو ډلو په لاس کې ورکړ. 
د غوايي اتمه نېټه په افغانستان کې رسمي او عمومي رخصتي ده چې هر کال په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کيږي، خو سږ کال د کرونا ويروس پر اساس دغه ورځ ونه لمانځل شوه. 
که څه مجاهدينو نېږدې ۱۴ کاله د شوري پوځيانو او ملاتړي حکومتونو پر وړاندې يې جګړه وکړه، خو کابل ته په راتګ سره يې بيا هم د توپک شپېلۍ يخ نه شوې او د واک پر سر يې نښتې پيل او د يو او بل پر وړاندې يې سره سنګرونه نېولي وو. 
افغانستان کې د غوايي اوومې چې د خلق ديموکراتيک ګوند کودتا او د غوايي اتمه چې  کابل ته د مجاهدينو د راتګ ورځ دي، په يو لېدلوري کې کتل کيږي او تر ډېره د افغانستان د بدبختۍ او جګړې ورځې ورته ويل کيږي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								