تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ تازه پېښې ثبت شوې؛ افغانستان په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۱،۵۳۱ ته ورسېد 

روهي (يوه نۍ/۷ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې د کوېډ-۱۹ ۶۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره په دې ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱،۵۳۱ ته ورسېد. 

تازه پښو کې ۲۱ يې په کندهار ولايت کې ثبت شوې دي. د ۱۵۳۱ ټولو پېښو څخه ۴۷۴ په پلازمېنې کابل کې ثبت شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تر اوسه ۴۷ کسان له دغه مرګوني ويروس مړه شوي او ۲۰۶ نور له درملنې وروسته جوړ شوي دي.