کرونا ويروس له چين خپور شو؛ خو چين اوس نړيوالو ته اجازه نه ورکوي چې په دې اوه پلټنې وکړي 

روهي (نۍ/۶ د غوايي)، د لومړي ځل لپاره د چين له ووهان ښار اوسنی وژونکی کرونا ويروس او يا کوېډ-۱۹ خپور شو. دغه ويروس اوس مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې څه درې مېطلېونه کسان نېولي او تر دوه لکه يې وژلي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو په شمول، اروپايي ټولنه او د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه په چين نيوکه کوي د چې  د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه يې نړۍ ته ناسم مالومات ورکړي دي او لا هم سم مالومات نه شريکوي. 

ځيني ساینسپوهان په دې باور دي چې ښايي له پلټنو وروسته دا مالومه شي، چې ګواکې دغه وېروس د چین ووهان ښار په یوه لابراتور کې تولید شوی وي.

د چين حکومت بيا په وار وار هغه راپورونه چې ګواکي دوی په قضدي ډول دغه ويروس خپور رد کړي دي او زياتوي چې دا يوه وبا ده او که چېرې نړۍ په دې اړه اوس پلټنې کوي نو وخت يې نه دی ځکه چې مونږ کرونا ويروس سره په مبارزې بوخت يو او اوس وخت پلټنې کولی شي چې کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه بلې خوا يوسي.