د عبدالله وياند: سبا خپله طرحه ولسمشر ماڼۍ ته سپارو؛ دې طرحه کې د عبدالله واک او صلاحیتونه د اشرف غني سره برابر نېول شوي دي

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، د اميد مثيم په نوم د عبدالله عبدالله مرستيال وياند درسنیو ته ويلي دي چې ټاکل شوې ده تر سبا د دوی جوړه شوې طرحه د منځګړو له خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپارل شي. 

مثيم ويلي چې دغه طرحه دوی نن ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارله خو د جمعې ورځې او روژې د لومړې ورځې د رخصتۍ پر اساس وځنډول شوه، چې سبا به وسپارل شي. 

د عبدالله عبدالله وياند وايي چې دې طرحه کې د عبدالله عبدالله واک او صلاحيتونه د محمد اشرف غني د واک او صلاحيتونه په څېرې دي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي. 

په ورته وخت کې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند وياند عبدالله قرلق ويلي دي چې د نورو شرطونو ترڅنګ جنرال عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول او د پوځ اعلی سر قومندانۍ مرستيالي هم په دې طرحه کې شامل دي.