طالبانو د ولسمشر غني د اوربند وړانديز رد کړ 

روهي (جمعه/۵ د غوايي)، تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او له دوی يې غوښتنه وکړه چې د ورژې په درناوي اوربند وکړي، خو طالبانو د اوربند وړانديز رد کړ. 

قطر کې د طالبانو وياند سهيل شاهين پر ټوېټر ليکلي دي، "‏اسلامي امارت له امریکا سره دتوافقنامې په لاسلیک هغه جامع مکانیزم ومانه، امنیت شورا اوبین المللی ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند اوسولې ته رسوي.

دکرونا له امله زرګونه بندیان په خطرکې اچولو او دتوافقنامې دبشپړ تطبیق اودسولې پروسې دمخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندی."

له روژې وړاندې هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو  د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو اوربند رد کړ.